د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د انګليسي ژبې نيوز د مارچ په ١١مه نېټه خبر ورکړ، د نوروز په رارسېدو سره د دې هېواد په اردبيل ايالت کې د پټاکۍ چاودنې پېښه وشوه او له امله يې لږ تر لږه ٧ کسان وژل شوي دي.
د دې ايالت څارنوال نصاراتباتي خبري رسنيو ته وويل، يو ځوان د مارچ د لسمې نېټې په شپه په لاسونو د پټاکۍ د جوړولو په ترڅ کې چاودنه وشوه او له امله يې کور يې ړنګ شوی، دغه ځوان او د کورنۍ شپږ غړی يې وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
نصاراتباتي وويل، د دې پېښې لامل دا دی چې دغه ځوان د پټاکۍ جوړونې په اړه د حکومت له خبرداري سره سره په خپله پټاکۍ جوړولې (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |