CRI Online

عراق دا منلې چې په دمشق کې چاودنې ١٦٠ عراقيانو ته مرګژوبله اړولې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-12 13:29:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ١١مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا منلې چې په همدې ورځ د سوريې په پلازمينه دمشق کې د چاودنې له امله ٤٠ عراقيان وژل او ١٢٠ عراقيان ټپيان شوي دي.

په دې اعلاميه کې راغلي، د دمشق د شيعه ګانو مذهبي ځای ته د ورتګ په لاره کې د عراقي زيارت کوونکو پر بسونو بمي چاودنې وشوې، کابو ٤٠ عراقيان يې ووژل او ١٢٠ نور عراقيان ټپيان شول. اوس د عراق د بهرنيو چارو وزارت د سوريې له سفارت سره په نږدې تماس کې دی او دغې پېښې ته ډېره پاملرنه کوي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای