د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ١٢مه نېټه د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځې کلنۍ غونډې درېيمه عمومي ناسته ترسره شوه او پکې د سترې محکمې او لويې څارنوالي راپورونه واورېدل شول. د شي جين پينګ، لي که چيانګ او جانګ ده جيانګ په شمول چيني مشرانو په دې ناسته کې ګډون وکړ.
د سترې محکمې مشر جو چيانګ په راپور کې د پنځو برخو له لحاظه د ٢٠١٦ کال د سترې محکمې کارونه بيان کړل چې لومړی له قوانينو سره سم يې مجرمينو ته سزا ورکړې او د انساني حقونو ساتنه يې کړې. دوهم،د اقتصاد او ټولنې د سالم پرمختګ لپاره يې خدمتونه ترسره کړي. درېيم، په عملي توګه يې د وګړيو قانوني حقونه ساتلي. څلورم،د سترې محکمې اداره يې هم پياوړې کړی. پنځم، د عدالت اعتماد د ساتنې لپاره يې ځانونه تر څارنې لاندې هم راوستلی دی. نوموړي د ٢٠١٧ کاري پلان هم بيان کړی دی.
د لويې څارنوالي مشر څاو جيان مينګ د دولتي امنيت او ټولنې ثبات د ساتلو، د اقتصادي پرمختګ لپاره د خدمت کولو او له فساد سره د ټينګې مقابلې په شمول اتو برخو کې د ٢٠١٦ کال کارونه بيان کړل. نوموړي د ٢٠١٧ کال د کاري پلان په هکله وويل، دوی به د امنيت او ثبات د ساتلو او د قانوني ضمانت د پياوړتيا لپاره تر وسې پورې کوښښ وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |