CRI Online

ګوتريس په سوريه کې پر دوو بريدونو نيوکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-13 09:03:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه په يوه اعلاميه کې هغه دوه بريدونه وغندل چې د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د سوريې په پلازمينه دمشق کې وشول ، او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد بريدګرو ته سزا ور کړي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې سرمنشي ګوتريس پر هغه عمل حيران و چې بريدګرو د ملکيانو ژوند له پامه غورځولی او ياد بريدونه يې وکړل .هغه په دې بريدونو کې د مړه شويو کسانو د مرګ په مناسبت خواشيني څرګنده کړه او د دوی  خپلوانو ته يې تسليت وړاندې کړ.

د خبر له مخې دوه بسونه چې پکې عراقي شيعه ګان سپاره وو، د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه په دمشق کې له بمي چاودنو سره مخامخ شول چې له امله يې لسګونه تنه وژل شوي دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای