د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جين مارک ايروټ د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه غوښتنه وکړه چې د ترکيې او اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ خړپړ شوي روابط دې نرم شي او هيله يې وښودله چې د ترکيې حکومت د دغو حالاتو د مخنيوي لپاره تدبيرونه ونيسي.
ايروټ په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي چې د اوسني خړپړ حالت پر وړاندې مسئولانه خبرې لازمې دي.
په همدې ورځ د ترکيې د اساسي قانون د تعديلولو په هکله ټولپوښتنې د تر سره کولو لپاره يوه غونډه د فرانسې په ختيځ ميتز ښار کې تر سره شوه.نوموړي وويل چې دغې غونډې عامه نظم ته ګواښونه نه دي رسولي او د دې هېواد په سياسي چارو کې لاسوهنه هم نه ده، نو بايد د دغې غونډې مخنيوی ونه شي . غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |