د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې د ١٢مې نيټې د شپې په شپږو بجو او پنځلسو دقيقو د چين د څلورمې ډلې سوله ساتونکي پوليس په برياليتوب سره د سولې ساتلو لپاره خپله يوه کلنه دنده تر سره کړه او د ځانګړې الوتکې په وسيله له ليبيا څخه د چين د هانګ جو د شياو شان نړيوال هوايي ډګر ته ورسيدل.
دغه ډله د چين د جه جيانګ ولايت د عامه امينت ساتونکي سرحدي پوځ له خوا جوړ شوې وه او د ٢٠١٦ کال د مارچ له يوولسمې نيټې څخه يې شپږ سوه اووه وېشت ځلې دندې تر سره کړې دي چې له امله يې د ٢٠١٧ کال د فبروري په ٢١مه نېټه د م م له خوا طلايي نښان تر لاسه کړ. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |