CRI Online

د ترکیې جمهورئیس د هالنډ سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-13 09:36:28

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د ترکیې جمهورئیس رجب طیب اردوګان د روانې میاشتې په ۱۲ نیټه په استانبول کې له دې امله چې د هالنډ حکومت په روتیردم کې د ترکیې کنسولګرۍ ته د دې هیواد د کورنیو او ټولنیزو تګلارو وزیرې بیتول سایان کایا د تللو مخنیوی کړی ، د هالنډ سخته غندنه وکړه او ویی ویل چې هغه به لویه بیه ورکړي.

اردوګان هم دارنګه ویلي چې ما فکر کړی و نازیزم ختم شوی خو هغه په لویدیځه نړۍ کې لاهم موجود دی او دوی به سخته بیه ورکړي.

ترکیه پلان لري چې د اپریل میاشتې په ۱۶ مه نیټه په دې اړه ریفرنډم ترسره کړي چې دولت یی له پارلماني سیستم څخه په ریاستي سیستم بدل شي او که نه. دغه راز د ترکیې لوړپوړي مشران پلان لري چې د هالنډ په ګډون ځینو هیوادونو ته ولاړ شي او په دی هیوادونو کې اوسیدونکي ترکیان وهڅوي چې په ریفرنډم کې ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای