CRI Online

شينجيانګ به د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ په غوره کولو سره اقتصاد ته پرمختګ ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-13 15:16:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د شينجيانګ د اويغور د خودمختارې سیمې د ګوندي کميټې منشي مرستيال او د ځايي حکومت رئيس شحرت زکير د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې ملي کميټې پنځمې غونډې د شينجيانګ پلاوي د د پرانيستلو په ورځ په جوړ شوي فعاليت کې وويل چې شينجيانګ به د يوه کمربند او يوې لارې د تاريخي فرصت پر وړاندې د ځايي سيمې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته نور پرمختګ ور کړي.

نوموړي په همدې ورځ د يوه کمربند او يوې لارې په هکله اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل چې د شينجيانګ ځايي حکومت به په پوره توګه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند کليدي سيمې د جغرافيايي ځانګړتياوو په کارولو سره د دې کمربند د ترانسپورټي، سوداګريز، پولي، ښوونيز او طبي مرکزونو د جوړولو لپاره هڅه وکړي. هغه وويل (اواز...........) شينجيانګ د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ په تېره بيا د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو په برخه کې خپل ځانګړی او ګټور سيمه ييز غوره والی لري.د دې لپاره د شينجيانګ ځايي حکومت د چمتوالي ډېر کارونه تر سره کړي دي. لومړی د يوه کمربند او يوې لارې د پرمختيايي پلان د غوره کولو لپاره مو د شينجيانګ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په هکله لارښوونکی سند خپور کړ . دوهم د ورخلاصون او اصلاحاتو د ډګر جوړونه مو چټکه کړې په تېره بيا د اساسي تاسيساتو د جوړولو په برخه کې مو له نورو هېوادونو سره د همکارۍ ګامونه چټک کړي چې په پايله کې ځينی نمونوی پروژې بشپړې او په کار لوېدلي دي.

شينجيانګ له اتو هېوادونو سره ګډه پوله لري او اتلس د لومړۍ کچې بندرونه لري .د ياد رئيس د معلوماتو له مخې په دې وروستيو کلونو کې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ د پرمخبيولو لپاره ځايي حکومت په عمده توګه د پټليو، سړکونو، هوايي ډګرونو او معلوماتي شبکو په شمول د بنسټيزو تاسيساتو جوړونه پياوړې کړې چې د ليدو وړ لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي.سربېره پردې شينجيانګ د پولي سيستم جوړونه هم بشپړه کړې او د تصديو له خوا د پيسو راغونډولو لپاره يې لارې چارې لټولې.د تېر کال تر پايه پورې د چين د ونډو په بازار کې د شينجيانګ د شرکتونو شمېر ٤٧ ته رسيدلی چې مقام يې د چين په شمال لويديځ کې د نورو څلورو ولايتونو او سيمو نه مخکې و. څه موده دمخه د شينجيانګ د اويغور د خپلواکې سيمې حکومتي کاري راپور خپور شو چې له مخې به يې په ٢٠١٧ کال کې په دې سيمه کې د ثابتې دارايۍ پانګونه ١٥٠٠مليارډه يوانو ته ورسيږي چې له دې امله به يې د سړکونو، پټليو، هوايي ډګرونو، انرژيو او مخابراتو په شمول د پروژو جوړونه چټکه شي.

اوس شينجيانګ په ثابت ډول د ورېښمو لارې پر غاړه له اړوندو هېوادونو سره لس همکاريزې پروژې پلی کړې دي.تر اوسه پورې په دې سيمه کې د پنځو ځلو لپاره د اسيا او اروپا نندارتونونه تر سره شوي چې په پايله کې يې دغه نندارتون د دې سيمې د اقتصادي همکارۍ د يوه مهم ډګر په توګه ګڼل کيږي.نوموړي وويل (اواز...........) شينجيانګ له اتو هېوادونو سره ګډه پوله لري. يوازې له دغو هېوادونو سره همکاري پياوړې کړو، نو له دغو هېوادونو سره به د يوه کمربند او يوې لارې له ابادۍ څخه اخيستل شوي لاسته راوړنې شريکې کړو.

د روان کال په مې مياشت کې به په بېجينګ کې د يوه کمربند او يوې لارې په هکله د نړيوالې همکارۍ فورم تر سره شي چې دا د شينجيانګ د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ د پروژې د پرمخبيولو لپاره ډېر اهميت لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای