د سین هوا اژانس دخبر له مخې په دی وروستیو ۴ اوونیو کې د عراق حکومتي پوځ د موصل په جګړه کې پرمختګ کړی دی تر اوسه یی د موصل ښار د لویدیځې برخې یو په درېیمه برخه یی نیولې ده او د دی ښار زړې سیمې ته ډیر نږدی شوی دی. د دی ترڅنګ یی د داعش وسله والو د تښتیدو وروستۍ لار هم قطعه کړې ده.
موصل د عراق دوهم لوی ښار دی چې د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د داعش له خوا نیول شوی دی.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |