د سین هوا اژانس دخبر له مخی د روانې میاشتې په ۱۲ نیټه د تاس خبري اژانس خبر ورکړ چې د روسیې د ولسمشر مطبوعاتي سکریټر دمیتري پیسکوف په دې وروستیو ورځو کې ویلي چې که په دې نږدې موده کې روسیه او امریکا د خپلو مشرانو د خبرو اترو په اړه موافقې ته ونه رسیږي نو د دوی ترمنځ لومړۍ خبرې اترې به د روان کال په جولای میاشت کې د جي شل د سرمشریزې غونډې په درشل کې ترسره شي.
د دې ترڅنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت معین سیرګی ریابکوف روسي خبري رسنیو ته ویلي چې که څه هم د روسیې او امریکا د مشرانو ترمنځ د خبرو ځای او وخت نه دی ټاکل شوی خو چمتوالي کارونه یې د ترسره کولو په حال کې دي.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |