د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مارچ په ١٣مه نېټه د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنۍ غونډې سکتريت خبر ورکړ چې د دې غونډې په ترڅ کې بېلا بېلو پلاويو او استازو ٥١٤ وړانديزونه وړاندې کړي چې په کې د قوانينو د جوړېدو په اړه ٤٩٢ وړانديزونه شته.
د خبر له مخې،په يادو وړانديزونو کې د هېواد د څارنې نظام د اصلاحاتو،د نوي نظام د جوړېدو له لارې د قانوني نظام د بشپړتيا،د سوسياليزم ډيموکراتيک سياست د پرمختګ او د کولتوري چارو د پرمختګ،د خلکو ژوند د ښه والي او د ايکولوژيک تمدن د ابادۍ په اړه محتويات شامل دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |