CRI Online

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې کمېټې پنځمه غونډه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-13 20:45:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې پنځمه غونډه د مارچ په ديارلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس يو جنګ شنګ د پای ته رسېدو مراسمو مشري وکړه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ګډون دولتي مشران په غونډه کې حاضر وو.

په دې غونډه کې ليانګ جن ينګ د رايې ورکونې له لارې د دوولسمې کمېټې د رئيس د مرستيال په توګه وټاکل شو. په دې غونډه کې د کميټې د کارونو په اړه پرېکړه ليک، د يادې غونډې د ارزونې په اړه راپور او د يادې غونډې سياسي پرېکړه ليک تصويب شول.يو جنګ شنګ په خپله وينا کې وويل چې د غونډې په ترڅ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ګډون دولتي مشرانو د بېلا بېلو ډلو نظريې واورېدلې او د کميټو له غړو سره يې د نظريو تبادله وکړه او په ګډه يې د اقتصاد د ثابت او سالم پرمختګ او د ټولنيزې همغږۍ د پياوړتيا په اړه بحث وکړ چې په پوره توګه ترې د سوسياليزم د ديموکراتيکو سلامشورو خوځنده ځواک ښودل شوی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای