د سين هوا اژانس د مصري خبري رسنيو په قول خبر ورکړ چې د قاهرې څارنوالۍ د مارچ د ۱۳مې نيټې تر غرمې وروسته حکم ورکړ چې پخوانی ولسمشر مبارک خوشي شي او د ده ۳ کلن بند پای ته ورسېږي.
د قاهرې څارنوالۍ څرګنده کړه چې مبارک به په دې ورځو کې خوشي شي.
۸۹کلن مبارک اوس د قاهرې په يو پوځي روغتون کې بندي دی. د ۲۰۱۴ کال په مې مياشت کې مبارک د حکومتي پيسو لېږدولو په تور ونيول شو.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |