د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې د صدراعظم مرستيال نومن کورتلموس د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه اعلان وکړ چې ترکيه به د هالنډ په مقابل کې يو لړ تدبيرونه ونيسي تر څود هالنډ حکومت هغه عمل ته ځواب ور کړي چې دغه هېواد ته د ترکي چارواکو د ننوتلو او د ترکانو د غونډې مخنيوی يې وکړ.
کورتلموس اعلان وکړ چې د ترکيې حکومت به په لنډمهالي توګه له هالنډ سره ټولې لوړ پوړي سياسي مشورې بندې کړي. په عين وخت کې به ترکيه خپلو قلمرو ته د هغو الوتکو ننوتل منع کړي چې هالنډي ديپلوماتان پکې سپاره وي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |