د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند خبر ورکړ چې د بريد موخه د مامورينو بس و. خو د چاودنې له امله مرګ ژوبله ټوله ولسي وګړيو ته رسېدلې.
پر ځايي وخت د ماښام په ۵ بجو او ۵ دقيقو د کابل په ختيځ ۱۰مه پوليسي ناحيه کې چاودنه وشوه. يو عيني شاهد وويل چې چاودنه د مامورينو د کار د پای ته رسېدو په وخت کې وشوه. هغه بس چې د بريد موخه وه، ټول ويجاړ شوی او د چاودنې په شاوخوا کې د ودانيو ښيښې هم ټولې ماتې شوې دي.
تر اوسه پورې هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |