د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا سنا مجليس د مارچ د ديارلسمې نېټې په شپه له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو مسوده تصويب کړه، دغه راز له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو قانوني ستونزې يې لېرې کړې. د بريتانيا لومړۍ وزيره کولی شي چې له اروپايي ټولنې سره اړوندې خبرې اترې تر سره کړي.
د عامو افکارو په اند، د بريتانيا لومړۍ وزيره تيريزا ماري مې به د مارچ په څوارلسمه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو پړاو پيل کړي.
د سږ کال په جنورۍ کې، د بريتانيا سترې محکمې پرېکړه وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو پړاو دې د پارلمان لخوا ومنل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |