د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سګاټلنډ حکومت لومړۍ وزيرې نيکولا سټرجن د مارچ په ديارلسمه نېټه وويل، هيله لرم چې سګاټلنډ د دوه زره او اتلسم کال له مني څخه د دوه زره او نولسم کال تر پسرلي پورې يو ځل بيا له بريتانيا څخه د بېلېدو ټولپوښتنه تر سره کړي.
هغې وويل، سګاټلنډ وګړي دې په دې اړه پرېکړه وکړي، چې د بريتانيا سره يو ځای له اروپايي ټولنې څخه بېل شي، يا د يوه خپلواک هېواد په توګه د اروپا په ګډ بازار کې پاتې شي.
د دې دا خبرې د سګاټلنډ د عمده ګوندونو لخوا وغندل شوې. د بريتانيا د حکومت وياند له دې وروسته وويل، د دوه زره او څوارلسم کال د رفرنډم له نتيجې څخه څرګندېږي چې د سګاټلنډ زياتره وګړي نه غواړي چې له بريتانيا څخه بېل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |