CRI Online

امریکا: له چین سره د ښو نتیجو په موخه آبادوونکې اړیکې غواړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-14 14:17:55
امریکا: له چین سره د ښو نتیجو په موخه آبادوونکې اړیکې غواړي

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ځای ناستی مرستیالې سوسن ساتون د روانې میاشتې په ۱۳ نیټه وویل چې امریکا غواړي له چین سره د ښو نتیجو په موخه آبادوونکې اړیکې جوړې کړي.

ساتون په همدې ورځ خبري ناسته کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلیرسن ژر به چین ته سفر وکړي، د چین له استازي سره د ننګونو او د همکاریو فرصتونو په اړه خبرې وکړي او د ده د سفر یوه مهمه دنده له چین سره د ښو نتیجو په موخه د آبادونکو اړیکو ټینګول دي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای