د سین هوا اژانس دخبر له مخې د نشه یي توکو د مخنیوي د چین د ملي کمیټې د دایمي سرمنشي مرستیال لیانګ یون د روانې میاشتې په ۱۳ نیټه د م م د بی حسه کوونکو موادو کمیټې په ۶۰ مه اسامبله کې وویل چې چین د نشه یي توکو د مخنیوي له اوسني سیستم څخه ټینګ ملاتړ کوي او په فعاله توګه به اړوندې همکاري پرمخبوزي.
د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه کابو ۱۵۰۰ استازي په ویانا کې یاده غونډه کې ګډون او مشورې کوي.
لیانګ یون وویل په تیر کال کې چین په هراړخیزو، جامع او برابرو تګلارو سره د نشه یي توکو له مسالې سره مقابله کړې ده او په بین المللي همکاریو سره یی خپل مثبت خدمتونه هم ترسره کړي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |