د سین هوا اژانس دخبر له مخې لبنان به د اپریل میاشتې په ۶ نیټه په مرکز بیروت کې د یو کمربند او یوې لارې غونډه جوړه کړي.
د لبنان صدراعظم سعد حریري په همدې ورځ د لبنان اقتصاد سازمان له رئیس کاسا سره کتنه وکړه او له دې وروسته کاسا دا څرګنده کړه چې هغه صدراعظم حریری ته بلنه ورکړې ده چې د یادې غونډې د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه چې د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې به د لبنان ګډون ډیر په ګټه وي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |