CRI Online

پر ماشومانو د سوريې شخړو اغيزه سخته شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-14 16:09:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د سوريې شخړې چې په ٢٠١١ کال کې پيل شوې دي، د روان کال د مارچ په پنځلسمه نېټه اووم کال ته داخل شوې .د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه د م م د ماشومانو د ملاتړ صندوق يو راپور خپور کړ او په تېره شپږو کلونو کې يې پر سوري ماشومانو د دغو شخړو د منفي اغيزو ارزونه کړې ده.په دې راپور کې راغلي چې په ٢٠١٦ کال کې پر ماشومانو د سوريې شخړو منفي اغيزې بې ساری کچې ته رسيدلې دي.

په راپور کې ويل شوي چې په سوريه کې د زورزياتي پېښو د زياتوالي سره سره په شخړو کې د ماشومانو د وژل کېدو يا معيوبېدلو او د کم عمره سرتيرو د جذبولو پېښې هم زياتې شوي دي.د دې صندوق د شمېرنې له مخې په ٢٠١٦ کال کې لږ تر لږه شپږ سوه دوه پنځوس ماشومان وژل شوي چې دغه رقم د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلو کې شل زيات شوی دی.په دې جمله کې دوه سوه پنځه پنځوس تنه ماشومان په ښوونخيو يا د ښوونځيو په شاوخوا سيمو کې وژل شوي دي. برسيره پردې په ٢٠١٦ کال کې ټولټال اته سوه پنځوس تنه ماشومان په جګړه کې د برخې اخيستنې لپاره جلب او جذب شوي چې دغه شمېر د ٢٠١٥ کال په پرتله يو برابر زيات شوی دی. دوی په مستقيمه توګه په جګړه کې يا په ځينو افراطي عملياتو کې ګډون کړی د بېلګي په توګه په ځانمرګي بريدونو کې ترې استفاده شوې او په زندانونو کې د ساتونکو په توګه ګومارل شوي دي.

د درملنې او د بنسټيز ژوند له خونديتابه څخه د ګټې نه اخيستل د سوريې ماشومانو پر وړاندې يو عمده ګواښ دی ، خو دا يو حقيقت دی چې په اسانه توګه د دغو ډول ناروغيو درملنه او مخنيوی کيږي.اوس مهال دوه مليونه او اته لکه ماشومان په هغو سيموکې ژوند کوي چې ور ته بشري مرستندويه مالونه نه شي رسيدلی .په دې جمله کې دوه لکه او اتيا زره تنه ماشومان بشري مرستې نه شي تر لاسه کولی .

په دې راپور کې راغلي چې تر شپږو کلنو شخړو وروسته شاوخوا شپږ مليونه تنه ماشومان بشري مرستو ته اړتيا لري چې دغه رقم د ٢٠١٢ کال په پرتله ١٢ برابره زياته شوې ده. برسيره پردې څو مليونه ماشومان بې کوره شوي دي. په ترکيه، لبنان، اردن ، مصر او عراق کې څه باندې دوه مليونه او درې لکه پناه غوښتونکي ماشومان ثبت شوي دي .ځينو کورنيو د ژوند د دوام لپاره اړ شوي غير قانوني لارې چارې تر سره کړې د بېلګي په توګه په کم عمرونو کې ودونه يا د سختو کارونو کول

د م م د ماشومانو صندوق د منځني ختيځ او شمالي افريقا سيمې مسئول ګيرت کاپيلار وويل چې په نړۍ کې شخړو د ماشومانو روغتيا، نيکمرغۍ او راتلونکې باندې سخت حالتونه راوستلي دي. خو په دې راپور کې د راتلونکي ژوند په هکله د سوري ماشومانو هيله او د خپلو هيلو د رښتيا کولو لپاره د دوی ټينګ هوډ لاهم ښودل کيږي. په دې راپور کې يو پناه غوښتونکی ماشوم دارسي نوميږي چې ويلي دي چې غواړم چې په راتلونکې کې به جراح ډاکټر شم تر څو له سوري ناروغانو او ټپيانو سره مرسته وکړم.هيله لرم چې په سوريه کې هېڅ جګړه نه وي او خپل کور جوړ کړم.کاپيلار زياته کړه چې سوري ماشومانو ستر زړه ورتوب ښودلی مثلأ ډېر ماشومان په ازموينو کې د برخې اخيستنې لپاره له جنګي سيمو او د جګړو له کرښو څخه تېر شول يا تر ځمکو لاندې پټنځايونو کې زده کړو ته ادامه ور کړې ده.

په دې هکله د م م د ماشومانو د ملاتړ صندوق د سوريې ماشومانو،د شخړو د ښکيلو خواوو او نورو نړيوالو ځواکونو په استازيتوب له خلکو څخه غوښتنه کړې چې سمدلاسه په سوله ييزو او سياسي لارو چارو د سوريې مسئله حل کړي، شخړې او د ماشومانو پر وړاندې ټول تېري کوونکي عملونه ختم کړي ، پر ښوونځي او روغتونونو بريدونه بند کړي،بې له شرطه ټولو ماشومانو ته مرستې برابرې کړي او له سوري ماشومانو سره د مرستې لپاره دې د م م ماشومانو صندوق څخه ملاتړ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای