د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ناټو سرمنشي جنس ستورتنبورګ د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه وويل چې په ٢٠١٦ کال کې ناټو د پوځي لګښت د زياتوالي په کارونو کې پرمختګ موندلی دی. د ناټو ټول غړی هېوادونه بايد هغه موخه تر سره کړي چې پوځي بوديجه يې د کورنيو توليداتود عمومي ارزښت په سلو کې دوه برخه ونيسي.
ناټو په همدې ورځ د ٢٠١٦ کال کلنی راپور خپور کړ چې د ابتدايي شمېرنې له مخې يې په ٢٠١٦ کال کې د ناټو د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو او کاناډا پوځی لګښتونه ټولټال لس مليارډه امريکايي ډالره زيات شوی چې دغه شمېر د ٢٠١٥ کال په پرتله په سلو کې له درې اعشاريه اتو څخه زيات و .
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |