CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-14 15:48:24
افغانستان له ایرلنډه دریمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه هم وګټله

. نن آیرلنډ لوبډلې افغان لوبډلې ته دمنډو جوړولو بلنه ورکړه. د افغانستان له لوري لومړی لوبغاړی نجیب تره کی وو، چې یواځې د دریو منډو په جوړولو سره وسوځېد.

خو د عثمان غني او شهزاد محمدي یوې ښې ملګرتیا د افغان لوبډلې منډې تر ۹۷ ورسولې. خو د عثمان غني تر سوځېدو وروسته اصغر ستانکزي، شهزاد محمدي او نجیب ځدارڼ خپلې ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې.. خو کله چې سمیع الله شینواری او نبي عیسی خیل ډګر ته ښکته شول، د لوبې بڼه یو ځل بیا بدله شوه.

نبي د ډګر هرې خواته د پرله پسې شپږیزو او څلوریزو په وهلو سره د منډو شمېر تر ۲۳۳ ورساوه.

د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې منډې نبي عیسی خیل وکړې چې په ۳۰ توپونو یې ۸۹ منډې وکړې. نبي ۹ شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې.

شهزاد محمدي هم ۷۲ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډله وتوانېده چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې ۲۳۳ منډې جوړې کړي.

د آیرلنډ لوبډلې پیل ډېر ښه او تیز وو، آیرلنډې لوبډلې په پاور پلې کې ۹۱ منډې وکړې، او همدا شان لوبې ته یې اړتیا هم لرله.

خو د امیر حمزه او راشد خان توپ اچونې او د نبي ښې ډګر ساتنې په پایله کې ونه توانېدل ټاکل شوی هدف پوره کړي.

آیرلنډ خپل ټول لوبغاړي د شلم اور په دویم توپ له لاسه ورکړل.چې یواځې ۲۰۳ منډې یې جوړې کړې وې.

راشد خان درې آیرلنډې لوبغاړي او کریم جنت او امیر حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

نبي عیسی خیل د دغو لوبو د لړۍ غوره توپ وهونکی او راشد خان غوره توپ اچونکي اعلان شول.

راشد خان د لړۍ یا سریز غوره لوبغاړی شو.

په دې سره افغانستان د٣ لوبو لړۍ ټولې وګټلې.او دا یې برله پسې یوولسمه شل اوریزه لوبه ده چې ګټي یې.

محمد شهزاد له ویرات کولي مخکې شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد شهزاد د شل اوریزو سیالیو څلورو تر ټولو لوړو منډو کې د هند کرېکټ لوبډلې پر توپ وهونکي ویرات کولي مخکې شوی.

نوموړي په ۵۸ سیالیو کې ۱۷۷۹ منډې کړې، په دې معنا چې د ویرات کولي ۴۸ لوبو په ۱۷۰۹ منډو کې د

افغان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی محمد شهزاد ډېری نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې پر هندي ویکټ ساتونکي ویرات کولي مخکې شوی دی.

دا خبر د یکشنبې په ورځ د هند 'ګریټ نوویډا سټډیم' کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو د درېیمې لوبې له پیلېدا وروسته شوی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د درېیمې یوې ورځنۍ لوبې ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۳ منډو په جوړولو ریکارډ جوړ کړ.

۲۹ کلن محمد شهزاد په درو شل اوریزو سیالیو کې تر ۱۰۰ ډېرې منډې کړې، چې دا مهال د څلورو غوره لوبغاړو په کتار کې دی.

نوموړی د ۲۰۱۶ کال شل اوریزو نړيوالو لوبو پرمهال هم ښه وځلېده،چې د'افغان دهوني' لقب هم ورکړل شو

نوموړی د آی پي اېل بولۍ کې هم د نیمه غړو لوبغاړو لست کې غوره لوبغاړی بلل شوی، خو د شل اوریزو دغه لاسبری لوبغاړی لاهم نه دی خرڅ شوی.

افغانستان په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ

له ایرلند سره ۲۳۳ منډې د نړیوالو شل اوریزو لوبو په ریکار‌‌‌‌‌‌ډ کې اتم نمبر تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېرې دي تر دې وړاندې بیا هم له ایرلنډ سره افغانستان ۲۲۵ منډې کړې وې چې زموږ تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېرې منډې وې.

نړیوال ریکار‌‌‌‌‌‌‌ډ د استرالیا دی چې له سرېلنکا سره یې ۲۶۳ منډې په شلو اوورونو کې تېر کال وکړې.

که افغانستان دا دریمه لوبه هم وګټي نو د دې لړۍ ټولې سیالۍ به یې خپلې کړې وي.

په دې سره افغانستان نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ او لومړنی هېواد دی چې پرلپسې لس شل اوره لوبې ګټي.د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د کرېکټ درو شل اوريزو سياليو دويمه لوبه افغانستان په ۱۷ منډو وګټله او د دغو لوبو د لړۍ اتلولي يې خپله کړه.

افغان لوبډلې لومړی منډې جوړې کړې او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۱۸۴ منډو په جوړولو سره ايرلنډ ته د ۱۸۵ منډو هدف ټاکلی و.

له افغان توپ وهونکو نجيب تره کی ښه وځلېد نوموړي په ۵۸ توپونو ۹۰ منډې وکړې. پر ده سربېره محمد نبي ۳۴، کريم جنت ۲۰ او سميع الله شينواري ۱۷ منډې جوړې کړې.

بله خوا د ايرلنډ توپ اچوونکي بري مکرتي څلور افغان لوبغاړي وسوځول او سټورټ تامسن او جېکب موډلر يوه يوه وېکټه واخيسته.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان تر ټولو ښه لوبه وکړه، نوموړي د مقابلې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول. پر ده سربېره کريم جنت درې او شاپور ځدراڼ يوه وېکټه واخيسته.

د شل اوريزو لوبو په تاريخ کې افغان لوبډلې د پرله پسې لسو لوبو په گټلو ريکارډ ټينگ کړى دى. تر دې وړاندې انگلستان د اتو پرله پسې لوبو په گټلو دغه ريکارډ لاره.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای