د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مارچ په ١٥مه نېټه به د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنۍ غونډې د پای ته رسېدو غونډه په بېجينګ کې تر سره شي چې په کې به د حکومتي کاري راپور،د ٢٠١٦ کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پلان د پلي کېدو د حالت او د ٢٠١٧ کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پلان،د ٢٠١٦ کال د مرکزي حکومت او د ځايي حکومتونو د بوديجو د اجرا کېدو د حالت او د ٢٠١٧ کال د مرکزي او ځايي حکومتونو د بوديجو ،د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د کاري راپور،د سترې محکمې د کاري راپور او د لويې څارنوالۍ د کاري راپور په اړه د ٦ مسودو په هکله رايګري وشي.
تر يادې غونډې وروسته به د چين صدراعظم لي که چيانګ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |