CRI Online

د پاکستان اقتصادي کارپوه : د پرانستونکي پرمختګ اقتصادي پاليسي د چين د اقتصادي پرمختګ په لاره کې يو اغيزمن بدلون دی

cri     (GMT+08:00) 2017-03-14 16:51:17

چين د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادولو پلان له لارې د پرانستونکي پرمختګ اقتصادي پاليسي پلې کړې او کوي به يې.دغه پاليسي د چين د اقتصادي پرمختګ په لاره کې يو اغيزمن بدلون دی. په تيرو دېرشو کلونو کې، که څه هم په چين کې د اقتصاد د پرمختګ سرعت د نړۍ د هر يو هېواد په پرتله چټک و، خو يوازې د چين سمندري سيمې ډېر پرمختګ او وده کړې ده. د يوه کمربند او يوې لارې د اَبادولو پلان د چين د لوېديځې سيمې د انکشافي قوت د پيدا کولو لپاره جوړ شوی. چين به د لوېديځو ولايتونو د اقتصاد د پرمخبيولو له لارې د يوې نسبتي شتمنې ټولنې د هراړخيزې ابادۍ لپاره دوامدار کوښښونه وکړي.

د دې تر څنګ، اوس د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي پرمختګ پلان روان دی چې دا د پاکستان د سياسي او اقتصادي پرمختګ پر مخ د ستونزو د لېرې کولو لپاره ډېر مهم او لازم دی. د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز جوړونه د بلوچستان، خيبر پښتونخوا په ګډون د وروسته پاتيو سيمو د سمسورتيا لپاره خوځنده ځواک برابروي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای