CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه د ګډې عملياتي ډلې درېيمه غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 09:16:54

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د ګډې عملياتي ډلې درېيمه غونډه پر ځايي وخت د مارچ په ١٤ مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې پيل شوه او په دغه غونډه کې د سوري حکومت وسله والو مخالفينو ګډون ونه کړ.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير کيرت عبدرحمانوف وايي، د دغې غونډې عمده موضوعات عبارت دي له، د اسيرانو د تبادلې معلوماتو د کاري ډلې د جوړولو په اړه مادې، د م م په همکارۍ د ماينونو پاکول او نورې مهمې پوځي مسئلې .

د سوري حکومت پلاوي، د روسيې، ترکيې او ايران استازو په دغه غونډه کې ګډون وکړ، خو د سوري حکومت وسله والو مخالفينو پلاوي په ١٤ مه نېټه په دې غونډه کې د نه ګډون اعلان وکړ او ويې ويل، چې تېر کال د روسيې او د سوري حکومت ترمنځ د لاسليک شوي اوربند نه پلې کېدل په دې غونډه کې د دوی د نه ګډون لامل دی.

دغه غونډه به په ١٥ مه نېټه پای ته ورسيږي او په هغه ورځ به بېلابېلې غاړې د غونډې د محتوياتو او نتيجې په اړه معلومات ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای