CRI Online

روسيه : د استانا په غونډه کې د سوريې د حکومت وسله والو مخالفينو نه ګډون د افسوس وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 09:42:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قزاقستان په پلازمينه استانا کې د سوريې مسئلې په اړه خبرو اترو کې د روسي پلاوي رئيس اليکساندر لافرنتيف د مارچ په ١٤ مه نېټه رسنيو ته په روانو خبرو کې د سوري حکومت وسله والو مخالفينو د نه ګډون په اړه افسوس څرګند کړ.

نوموړي وويل، د سوري حکومت وسله وال مخالفين د اوربند نه پلې کېدل د حالاتو د ترينګل کېدو لامل بولي، خو روسيه له دې سره موافقه نه ده، د روسيې په اند د سوريې حالت ډېر ښه شوی که څه هم کله کله لاهم ځيني لمسوونکي کړه وړه رامنځته کيږي، خو دا پدې معنا نه ده چې له خبرو نه دې لاس واخلو. که وسله وال مخالفين په خبرو کې ګډون وکړي، نو د خبرو پروسه به لاچټکه شي. خو ايا دوی په روانه غونډه کې ګډون وکړي که نه، د سوريې مسئلې په اړه خبرې به بياهم دوام ولري، روسيه به په فعاله توګه په روانه غونډه کې له ايران او ترکيې سره د سوريې په مسئلې سلامشورې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای