CRI Online

لي که چيانګ : چين لاهم د نړيوالې اقتصادي ودې عمده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 12:14:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ١٥ مه نېټه وويل، چې سږکال د چين د اقتصادي زياتوالي سرعت ٦.٥٪ دی او دغه شمېر ټيټ نه دی او بشپړول يې اسانه کار نه دی،دغه موخه له اقتصادي اصولو سره سمون لري، د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره به د چين د خدمت کچه ټيټه نه وي.

لي که چيانګ وويل، که سږکال چين د اقتصادي ودې خپله موخه ترسره کړي، نو زياتوالی به يې د تېر کال په پرتله زيات شي، دا پدې معنا ده چې زموږ عمومي اقتصادي ارزښت تر ٧٤٠٠٠مليارډو ژن مين بي يوانو يعنې تر ١١٠٠٠ مليارډو ډالرو زيات شوی او پر دې بنسټ به هم زياتوالی راشي ، د دې ترڅنګ تر ١١ مليونو زياتو کسانو ته به روزګار پيدا شي. د نړيوال اقتصاد د کمزورتيا په حالت کې چين لاهم د نړيوالې اقتصادي ودې عمده ځواک دی.

همدارنګه لي که چيانګ د چين د پولي خطرونو په اړه وويل، د چين پولي سيستم خوندي دی او پدې برخه کې به هيڅ ډول سيستماتيک خطرونه رامنځته نه شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای