CRI Online

ای ام اېف : د نړيوالو خطرونو د مقابلې لپاره دې څواړخيزې لارې غوره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 13:47:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نړيوال پيسو صندوق يعنې ای ام اېف د مارچ په ١٤ مه نېټه د يوه رپوټ په خپرولو سره له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوالو خطرونو د مقابلې لپاره دې څو اړخيزې لارې غوره کړي ترڅو د اقتصادي يووالي غوره والی څرګند شي.

اي ام اېف به د شلو هېوادونو ډلې د ماليې او مرکزي بانکونو د رئيسانو غونډې ته دغه رپوټ وړاندې کړي . دې رپوټ کې دې ته راغلي چې د نړيوال اقتصاد پر وړاندې نامعلوماتياوې مخ په زياتېدو دي. د پرمختللو اقتصادونو په روزګار او د عايداتو په ويشلو باندې د اقتصادي يووالي او تخنيکي نوښت منفي اغېزې ډېرې د اندېښنې وړ دي . همدارنګه په رپوټ کې زياته شوې چی اکثر حد ته د روزګار سويې په نږدې کېدو سره ښايي امريکا پراخ کوونکی مالي پاليسي غوره کړي چې له دې امله به د ډالرو ارزښت زيات شي او د مخ پر ودې اقتصادونو او د کمو عايداتو هېوادونو سرمايې بهر ته ووځي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای