CRI Online

لي که چيانګ : چين د ازادې سوداګرۍ ملاتړ کوي او د چين د ورخلاصون دروازه به لاپسې پراخه شي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 14:04:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم له که چيانګ د مارچ په ١٥ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې په داسې حال کې چې د نړيوال کېدو د بهير په ترڅ کې لانجې موجودې دي او په ځينو برخو کې يې له امله ستونزې رامنځته شوې، چين تل د اقتصاد د نړيوال کېدو ساتنه کوي او د ازادې سوداګرۍ ملاتړ کوي. چين له ګڼ شمېر نورو هېوادونو سره يو شان د نړيوال کېدو له نعمت څخه برخمن دی، پدې اړه يو لامل دا دی چې چين پر ورخلاصون ټينګار کوي. نو زموږ د ورخلاصون دروازه به لاپسې پراخه شي. هرڅه چې د سوداګرۍ د ازادېدو لپاره ګټوره وي، موږ به پکې ګډون وکړو او وده به ورته ورکړو.

لي که چيانګ زياته کړه چې تېر کال د چين لخوا راجلب شوې بهرنۍ پانګه ١٢٦ مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسيده او دغه شمېر تر نورو پرمختيايي هېوادونو زيات و. چين په فعاله توګه ازادې سوداګريزې سيمې جوړوي، روان کال به د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم جوړ کړي او له يو شمېر هېوادونو سره به ازادې سوداګريزې سيمې جوړې کړي يا د پانګونې او سوداګرۍ په تړونونو به ورسره بحثونه وکړي چې له دې څخه د ورخلاصون د پراخولو په اړه د چين ټينګ هوډ ښکاري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای