CRI Online

د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چيني اقتصاد په عمده ګرافونو کې مثبت بدلونونه راغلي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 15:22:45

د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د چين د شمېرنې ادارې د ٢٠١٧ کال له جنوري څخه تر فبروري پورې عمده اقتصادي ګرافونه خپاره کړل چې له مخې يې د چين په اقتصاد کې مثبت بدلونونه راغلي او پرمختيايي حالت يې ښه شوی دی.

د چين د شمېرنې ادارې وياند او اقتصادي کارپوه شنګ لای يون وويل چې د تېر کال د نومبر او دسمبر په پرتله د روان کال په جنوري او فبروري کې د چين اقتصادي ګرافونه ښه شوي او پکې درې مثبت بدلونونه راغلي دي. هغه وويل (اواز............) لومړی بدلون دا دی چې د اقتصادي ثبات بنسټ ټينګ شوی دی او د دولتي اقتصاد خوځنده ځواک نور هم راپارول شوی او اقتصادي ګټې زياتې شوي دي.د دې ترڅنګ د اقتصادي جوړښت د برابروونکې خوا د اصلاحاتو پر وړاندې بازاري چاپيريال، تقاضا او عرضې ترمنځ روابط ښه شوی دی.دوهم د اقتصادي جوړښت د برابروونکې خوا اصلاحات ژور شوي او لاسته راوړنې يې زياتې شوي دي. درېيم اقتصادي حالت نور هم ښه شوی دی.

د شمېرنې له مخې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د ثابتې دارايې پانګونه په ثابت ډول زياته شوې او د مسلکي پانګونې پرمختيايي انډول د تېر کال له مارچ مياشتې راهيسې تر ټولو چټک و چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه اووه او د تېر يو کال په پرتله په سلو کې درې اعشاريه پنځه زيات شوی دی.

يادې ادارې په همدې ورځ د لومړي ځل لپاره د خدمتي چارو توليدي ګراف هم خپور کړ چې ور څخه په لنډه موده کې د دې چارو بدلونونه څرګنديږي.نوموړي وويل (اواز............) د لومړي ځل لپاره مو د خدمتي چارو توليدي ګراف خپور کړی دی . نو ولی دغه ګراف خپور شوی ؟لامل يې دا دی چې له دې ګراف څخه په لنډه موده کې د خدمتي چارو بدلونونه څرګنديږي تر څو له دې لارې د عمومي اقتصاد په هکله د حکومتونو او تصديو د تګلارو جوړولو او د چين د خدمتي چارو د پرمختيايي حالت او تمايل د څارنې او ارزيابي لپاره مساعده زمينه برابره شي.په تېرو څو کلونو کې په ملي اقتصاد کې د خدمتي چارو انډول له نيمې برخې څخه اوښتی دی، خو د خدمتي چارو د توليدي ارزښت شمېرنې او څارنې ستونزمنې دي.نو د خدمتي چارو د شمېرنې کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.

د يادې ادارې د اقتصادي ګرافونو په هکله د چين د شيانګ چای د اسهامو د لومړۍ کچې سلاکار هونګ شو مين وويل چې داسې ښکاريږي چې د چين اقتصاد په لنډه موده کې پرمختګ موندلی دی. هغه وويل(اواز............) د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د خپرو شويو ګرافونو له مخې شتونتيا شته چې د چين د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت په سلو کې شپږ اعشاريه پنځه زيات شي . د چين اقتصاد ښايي د روان کال په لومړۍ نيمايي کې بيا سمسور شي چې دا په تېر کال کې د اقتصادي جوړښت د برابروونکې خوا له اصلاحاتو څخه اخيستل شوې ګټه ده. د عمومي حالت له لحاظه د روان کال په لومړۍ نيمايي کې اقتصادي ګرافونه د ښه کېدو په حال کې دي.

شنګ لای يون هم په دې اند دی که څه هم د چين اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی، خو نړيوال چاپيريال لاهم پيچلی او ناثابت دی او ټاکلي عوامل لږ دي. د چين د اصلاحاتو او پرمختګ دنده لاهم ستونزمنه ده او د پرمختګ خوځنده ځواک پياوړی نه دی . نو مونږ به په راتلونکي پړاو کې په ثبات کې پرمختګ ولټوو، د پرمختګ نوی افکار به غوره کړو او د اقتصادي جوړښت د برابروونکې خوا د اصلاحاتو پر بنسټ به کورنۍ اړتياوې زياتې کړو تر څو د اقتصاد پرمختيايي حالت وساتل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای