د سي ار اې راډيو د خبر له مخې د چين د مدني قانون عمومي اصول د دوولسم ملي ولسي کانګرس په وروستۍ نوبتي غونډه کې د برخوالو استازيو لخوا د رايو په مطلق اکثريت سره ومنل شول او له دې څخه څرګنديږي چې د يادو اصولو په تصويب سره د چين لومړی مدني قانون چې د چين د قوانينو جوړولو په تاريخ کې يو مرحله ايز قانون بلل کېږي ، تر تطبيق لاندې راغلی دی . د مدني قانون عمومي اصول د مدني چارو په قانوني سيستم کې د اساسي قانون په حيث ګڼل کېږي او په دې قانون کې د لومړي ځل لپاره د شخص حق او د دارايئ حق تعيين شوی ، دغه راز د شخصي مالوماتو فرضي اصلي او جعلي انترنيټي د شتمنيو ساتنه به هم د مدني حقوقو په توګه د قانون لخوا تضمين شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |