CRI Online

فارغ شوي غوره بهرني محصلين کولی شي په چين کې کار وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-15 16:12:34

په دې وروستيو ورځو کې د چين د بااستعداده کسانو او ټولنيز ضمانت وزارت د چين د بهرنيو چارو له وزارت او د چين د ښوونې له وزارت سره يو ځای په ګډه د دې خبرتيا په ور کولو سره هغو فارغ شويو غوره بهرنيو محصلينو ته اجازه ور کوي چې په چين کې کار وکړي.

دغه محصلين چې بايد د چين يا د نورو هېوادونو په پوهنتونونو کې ماستري درجې تر لاسه کړي او د فراغت وخت په يو کال کې وي ، نمرې يې له اتيا سلنې څخه زياتې وي او د استخدام فرصت تر لاسه کولی شي او په چين کې کارکولی شي.

مخکې له دې نه بهرني محصلين که په چين کې د استخدام او کار کول غوښتل، بايد په نورو هېوادونو کې د کار کولو دوه کلنه تجربې ولري. د چين او د نړيوال کېدو دماغي اورګان مشر وانګ هوي ياو د دې تګلارې د غوره کولو هر کلی کوي . هغه وويل(اواز..........) د نوې تګلارې د پلي کولو له امله به په چين کې د بهرنيو محصلينو پر وړاندې کاري خنډونه لېرې شي او ډېر بااستعداده کسان راجلب کړای شي.د ده په اند چين د بااستعداده کسانو د نړيوال کېدو په لور لوی ګام پورته کړی دی.

اوس مهال په چين کې د بهرنيو بااستعداده کسانو شمېر لاهم لږ دی .د م م د نفوسو د پلټنې د شمېرنې له مخې په چين کې د بهرنيو وګړو شمېر يوازې په سلو کې صفر اعشاريه صفر څلور دی، خو په نړۍ کې يې منځنۍ سويه په سلو کې درې ده.خو په پرمختللو هېوادونو کې دغه رقم په سلو کې لس دی.

هغه زياته کړه چې د نړيوال کېدو په بهير کې له ګډون کوونکي څخه تر موثر پرمخبيوونکي پورې د چين رول نور هم مهم دی.د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ د پلی کولو او د ديپلوماتيکو چارو په برخو کې د نړيوالو بااستعداده کسانو ګډون ته اړتيا لري.

د ياد اورګان سرمنشي ډاکټر مياو لو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د نوې تګلارې په رڼا کې به لازيات بهرنی محصلين د زده کړې لپاره چين ته لاړ شي .په ٢٠١٤ کال کې په چين کې د بهرنيو محصلينو د زده کړې په هکله کاري غونډه کې برخه والو وړانديز کړی و چې بايد په چين کې د بهرنيو محصلينو زده کړې او شمېر ته په درنه سترګه وکتل شي، خو په ٢٠١٥ کال کې د چين د ښوونې وزارت د يوې شمېرنې له مخې په چين کې د بهرنيو محصلينو شمېر ټولټال درې لکه او نوي زره تنو ته رسيدلی چې دغه رقم د ٢٠١٤ کال په پرتله لږ څخه زيات شوی دی.خو په عين وخت کې په ٢٠١٥ کال کې له چين څخه نورو هېوادونو ته د تلونکو محصلينو شمېر پنځه لکه او شل زره و .

د ٢٠١٦ کال لپاره د چين د زده کړې په هکله د پرمختيايي راپور له مخې د ياد حالت د رامنځته کېدو لامل دا دی چې د نړيوالو بااستعداده کسانو په هکله د اړوندو اورګانونو همکاري لږه ده او د چيني پوهنتونونو د نړيوال کېدو سويه لوړه نه ده او د نړيوالو محصلينو د جلبولو او د کلتوري پوستون تجربې ډېرې نه دي.

ښاغلي مياو لو وويل (اواز..........) په دې جمله کې تر ټولو مهمه دا ده چې اړوندو څانګو د بهرنيو محصلينو لپاره د کارکولو او استوګنې فرصتونه نه دي برابر کړي.په دې برخه کې د امريکا له خوا د نړيوالو بااستعداده کسانو د جلبولو تجربې د زده کړې وړ دي.

په امريکا کې بهرنی محصلين چې د لسانس درجه يا له دې څخه لوړه درجه تر لاسه کوي، د دوولسو مياشتو لپاره د يوه ستاژر په توګه کار کولی شي چې دا په امريکا کې د حقه حقونو په لرلو سره د دوی د کار کولو لپاره بنسټ ايښي دی.

ښاغلي مياو لو وړانديز وکړ چې چين بايد د بهرنيو محصلينو د زده کړې،کار کولو او دايمي استوګنې لپاره يو بشپړ ځنځير جوړ کړي او د چين خوب د رښتيا کولو په موخه دې د نړيوالو استعدادلرونکو کسانو لپاره يوه نقشه انځور کړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای