د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د يون نان ولايت حکومت د مارچ په څوارلسمه نېټه خبر ورکړ چې د ۲۰۱۷م کال د جون له دوولسمې نېټې نه تر اتلسمې نېټې پورې به د دغه ولايت په مرکز کونمينګ ښار کې د ۲۰۱۷م کال لپاره د جنوبي او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو سوداګريز نندارتون تر سره شي، تر څو د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړو د هېوادونو او سيمو ترمنځ سلامشورې، ګډ کوښښونه او ګډې ګټې پياوړې شي. پاکستان به په دغه نندارتون کې د جنوبي اسيا د اصلي موضوع هېواد وي.
دغه نندارتون به د چين د سوداګرۍ نړيوالې ټولنې، د جنوبي اسيا د هېوادونو ټولنې د صنعتي او سوداګريزو چارو د ټولنې او د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې د مرکز لخوا تر سره شي چې عنوان يې دی په ګډه نوی فرصت او پرمختګ ومومئ.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |