د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه د سوريې بحران د رامنځته کېدو د شپږمې کاليزې په هکله يوه اعلاميه خپره کړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د سوريې شخړو پر ښکيلو خواوو فشار واچوي تر څو په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله د سولې خبرې اترې په برياليتوب سره تر سره شي او شخړې به ژر تر ژره پای ته ورسيږي.
د م م د سرمنشي وياند په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې ياده اعلاميه خپره کړه چې پکې يې ويلي چې له شپږو کلونو راهيسې سوريان په دې جګړې کې سخت زيانمن شوي دي. اوس د دې جګړې د اووم کال په پيل سره ګوتريس له اړوندو خواوو څخه د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره بېړنۍ غوښتنه وکړه. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |