د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عرب ليګ سرمنشي احمد عبدالګيټ د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه وويل چې عرب ليګ له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره له عراق څخه ملاتړ کوي او غوښتنه يې وکړه چې د موصل ښار په شاوخوا سيمه کې ميشت ترکي پوځ له عراق څخه ووځي.
ګيټ په همدې ورځ له عراق څخه ليدنه وکړه او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په هکله يې له عراقي چارواکو سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوود عرب ليګ د سرمنشي غونډې د چمتوالي کارونو په باب هم بحث وکړ چې د روانې مياشتې په پای کې به د اردن په پلازمينه امن کې تر سره شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |