CRI Online

پاکستان به تر ٢٠٢٥ کال وړاندې د نړۍ په ٢٥ لويو اقتصادونو په ليکه کې راشي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 09:03:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ ثبتونکي ورځپاڼې د مارچ په ١٥ مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د پلان، پرمختګ او اصلاحاتو وزير احسان اقبال د تېرې سه شنبې په ورځ يوه غونډه کې وويل چې پاکستان به تر ٢٠٢٥ کال وړاندې د نړۍ د ٢٥ لويو اقتصادونو په ليکه کې راشي.

نوموړي وويل، چې په راتلونکو ٢٠ کلونو کې به ګوادر بندر په سيمه کې پرمختللی بندر شي او پاکستان به د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په جوړولو سره د سيمې د تګ راتګ محور شي. اوس په ګوادر سيمه کې ازاده سوداګريزه سيمه جوړيږي، په راتلونکو ٢٠ کلونو کې به ګوادر په سيمه کې د يوه داسې پرمختللي بندري ښار په توګه اباد شي چې هوايي ډګر، ازاده سوداګريزه سيمه او ګڼ شمېر بنسټيز تأسيسات به ولري. همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د چين او پاکستان ترمنځ داقتصادي همکارۍ په لاپسې نږدېدو سره به زيات چيني صنايع پاکستان ته نقل شي او دا به د پاکستان د بې روزګارۍ ستونزې د حل لپاره ګټور وي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای