CRI Online

د پاکستان پوځي وياند: د پاکستان پوځ د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ساتلو لپاره يوه فرقه ځای پر ځای کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 09:03:48

د چيني ديلي ورځپاڼې د خبر له مخې د پاکستان د پوځ وياند اصف غفار د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه وويل چې پاکستان به تر وسې پورې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز له ابادۍ څخه ملاتړ وکړي.

په دې هېواد کې د چين د سفارت له خوا په جوړه شوې خبري ناسته کې هغه وويل چې پاکستاني پوځ د ياد دهليز د بنسټيزو تاسيساتو او د اړوندو کارکوونکو د امنيت ساتلو لپاره يوه فرقه ځای پر ځای کړې ده.هغه زياته کړه چې د پاکستان پوځ د پروژو په اړه د سرحدي ډلې له لارې د دې دهليز لپاره د شاوخوا نهو کيلو مترۍ سړک جوړ کړی دی.

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز شمال د چين د سينجيانګ له کاشغر څخه پيليږي او جنوب يې د پاکستان ګوادر بندر ته رسيږي چې د يوه کمربند او يوې لارې د يوې مهمې برخې په توګه ګڼل کيږي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای