د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د کورنيو چارو وزارت په بلنه د مارچ له ١٢ مې نېټې څخه تر ١٤ مې نېټې پورې د چين د عامه امنيت د قوانينو تطبيق همکارۍ پلاوي د چين د عامه امنيت وزارت د نړيوالې همکارۍ ادارې د رئيس لياو جين رونګ په مشرۍ له ايران څخه ليدنه وکړه. د دغې ليدنې په ترڅ کې رئيس لياو جين رونګ د ايران د کورنيو چارو وزارت ، د عامه امنيت وزارت او د استخباراتو وزارت له چارواکو سره د قوانينو تطبيق د امنيت په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، د ترهګرۍ او په بهر کې د جرمونو پر ضد مبارزې ، په ايران کې د چيني تصديو او چيني اتباعو د قانوني حقوقو د ساتلو په هکله بحثونه وکړل. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |