CRI Online

د حکومتي کاري راپور په هکله د چين ملي ولسي کانګرس د ١٢مې دورې مرکزي کميټې د پنځمې غونډې پرېکړه ليک

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 09:27:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ملي ولسي کانګرس د ١٢مې دورې مرکزي کميټې په پنځمه غونډه کې برخه والو د صدراعظم لي که چيانګ له خوا وړاندی شوی حکومتي کاري راپور واوريد او تر سنجش لاندې يې ونيوه.د دې ترڅنګ ګډون کوونکو په تېر يو کال کې د چين د دولتي شورا د کارونو لوړه ارزونه وکړه او په ٢٠١٧ کال کې پر تر تيب شويو کارونو، دندې ،موخې او مهمو کارونو او تګلارو يې موافقه وکړه او پرېکړه يې وکړه چې دغه راپور منظور کړي.

دغې غونډې غوښتنه وکړه چې د چين د بېلا بېلو قومونو خلک دې د رئيس شي جينګ پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د چين د ځانګړي سوسياليزم د بېرغ په پورته کولو سره د چين اقتصاد د ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره ډېره هڅه وکړي تر څو د چين د کمونېست ګوند د ١٩مې غونډې د رارسېدو هر کلی وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای