CRI Online

چيني استازی : په ترينګلو سيمو کې بايد د انسانانو د قاچاق ضد مبارزه پياوړې شي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 09:31:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جه يي د مارچ په ١٥ مه نېټه وويل، چې په ترينګلو سيمو کې بايد د انسانانو د قاچاق ضد مبارزه پياوړې شي او د علامۍ مسئلې د حل په موخه دې زياتې هڅې وشي، دغه راز پدې برخوکې دې نړيوالې همکارۍ پياوړې شي.

امنيت شورا په همدې ورځ په ترينګلو سيمو کې د انسانانو د قاچاق او د غلامۍ مسئلې په اړه خلاصه غونډه ترسره کړه . د چين استازي ليو جه يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين په ټينګه په ترينګلو سيمو کې د انسانانو له قاچاق سره مخالفت کوي او هيله لري چې نړيواله ټولنه د دغې مسئلې د حل لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

ليو جي يي وويل، په ترينګلو سيمو کې وسله والې ډلې، ترهګريز سازمانونه او په جرمونو کې ښکيلې ټولنې د شخړو پرمهال د انسانانواو علامۍ عمده قاچاق کوونکي دي. نړيواله ټولنه بايدد دغو جنايي فعاليتونو د مخنيوي په برخه کې له اړوندو هېوادونو څخه زيات ملاتړ وکړي او پدې برخه کې په تېره بيا د قوانينو د تطبيق په برخه کې بايد نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.

د م م سرمنشي اټونيو ګوتريس د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، د م م د نشه يي توکو او جنايي جرمونو دفتر شمېرنه ښيي ، تر سلو زياتو هېوادونو کې د انسانانو د قاچاق قربانيان شته دي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای