CRI Online

د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې له پولي بحران راهيسې د درېيم ځل لپاره د زيرمه شويو پيسو ګټه زياته کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 10:08:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د فدرالي زيرمې کميټې د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه اعلان وکړ چې د زيرمه شويو پيسو ګټه په سلو کې له صفر اعشاريه پنځه اويا څخه په سلو کې تر يوه پورې زياته شوې ده. دا درېيم ځل دی چې له پولي بحران راهيسې دغې کميټې د زيرمه شويو پيسو ګټه زياته کړې ده.

يادې کميټې په همدې ورځ د پيسو تګلارې په هکله تر يوې خبري ناستې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روان کال له فبروري مياشتې راهيسې د اقتصادي ګرافونو له مخې د امريکا د استخدام بازار ښه شوی او کورنی مصرف زيات شوی او د تصديو د ثابتې دارايې پانګونه هم په ثابت ډول زياته شوې ده. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای