CRI Online

د ايران د اواز او ويډيو سازمان پخوانی مشر سيد عزت الله ضرغامی د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د ګډون اعلان وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 10:22:35
د ايران د تاس خبري اژانس د مارچ په ۱۵مه نيټه خبر ورکړ چې د ايران د اواز او ويډيو سازمان پخوانی مشر سيد عزت الله ضرغامی د مارچ په ۱۴مه نيټه اعلان وکړ چې هغه به د روان کال د مې په ۱۹مه نيټه د دغه هېواد د ولسمشرۍ د ۱۲مې دورې په ټولټاکنو کې سيالي وکړي.

هغه وويل چې هغه د هېواد د عمومي اداري جوړښت د ښه کولو او د ولسي وګړيو په وړاندې د ستونزو لېرې کولو دنده لري. له دې مخکې هغه په ټولټاکنو کې خپل ګډون رد کړی و.

۵۷کلن ضرغامی يو محالظه کار کس دی چې د ايران د انګليسي خبرونو ټلويزيون او د هسپانيې ژبې چينل په شمول د دغه هېواد د بهرنيو تبليغاتو دوه ارګانونه يې جوړ کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای