CRI Online

د اسيا او ارام سمندر د سيمه ييز اقتصاد د يوځای کېدو په هکله د لوړې کچې غونډه په چيلي کې پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 14:00:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اسيا او ارام سمندر د سيمه ييز اقتصاد د يوځای کېدو په هکله د لوړې کچې غونډه پر ځايي وخت د مارچ په پنځلسمه نېټه د چيلي په وينا ديل مار ښار کې پای ته ورسيده.د لاتينې امريکا چارو په هکله د چين د حکومت ځانګړی استازي اين هنګ مين په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې چين د نړيوال اقتصاد انجين په توګه خپله دنده پر غاړه اخيستې او په خلاصه رويه به له نورو هېوادونو سره د نژدې همکاريو له لارې د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو د پرمخبيولو او د ورخلاصون په پرمختيايي لور د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغه دې ته اشاره وکړه چې چين به په فعاله توګه د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ د پلي کولو او له همکارانو سره د سيمو د تړلو او تګ راتګ لپاره خپل خدمتونه وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای