CRI Online

د چين صدراعظم پر دې ټينګار وکړ چې د اقتصاد نړيوال کېدنه وساتي او په پر له پسې توګه اصلاحاتو ته ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 15:16:24

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ نوبتي غونډه د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده.تر هغه وروسته په يوه خبري ناسته کې د چين صدراعظم لي که چيانګ د کورنيو او ديپلوماتيکو چارو په اړه د پاملرنې وړ مسئلو په هکله د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ور کړل. هغه وويل چې د چين اقتصاد لاهم په منځني او لوړ سرعت سره پرمختګ موندلی چې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره يې خپل خدمت کړی دی.اوس د نړيوال کېدو بهير له ځينو ستونزو سره مخامخ دی . د دې حالت پر وړاندې صدراعظم لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې چين به په دوامداره توګه د اقصاد نړيواله کېدنه وساتي او له ازادې سوداګرۍ څخه به ملاتړ وکړي.هغه زياته کړه چې هر هغه څه چې د ازادې سوداګرۍ په ګټه وي، چين به پکې برخه واخلي او په خلاصه رويه به د نړيوال کېدو فرصت وکاروي .

چين به په نړۍ کې د دوهمې لويې اقتصادي ډلې په توګه هغه اقتصادي پرمختيايي موخه وټاکي چې پرمختيايي انډول به يې په سلو کې شپږ اعشاريه پنځه وي. د ده په اند د چين اقتصادي اندازه ډېره ده، نو د دې موخې تر سره کېدل يو اسان کار نه دی. هغه ژمنه وکړه چې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره به د چين اقتصاد خدمتي انډول ټيټ نه وي. هغه وويل (اواز............) که روان کال د چين اقتصادي موخه تر سره شي،نو د زياتوالي انډول به د تېر کال په پرتله نور هم زيات وي.ځکه چې زموږ عمومی اقتصادي اندازه له ٧٤٠٠٠ مليارډو څخه اوښتی چې دغه زياتوالی د ١١٠٠٠مليارډو امريکايي ډالرو پر بنسټ دی چې له امله به يوولس مليونه تنه استخدام شي.دا له اقتصادي اصولو سره سمون لري او له دې امله به يې د اقتصادي کيفيت او ګټو د لوړوالي لپاره لازيات پام راجلب کړي ، نو د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره به د چين خدمتي انډول ټيټ نه وي او چين لاهم د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا د کمزوري کېدو په حالت د اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره يو مهم ځواک دی.

د دې ترڅنګ چين په نړۍ کې يو داسې هېواد هم دی چې د بهرنيو اسعارو د زيرمې اندازه يې د نورو هېوادونو په پرتله زياته ده. لي که چيانګ وويل چې د چين زيرمه شوې بهرنی اسعار د وارداتو او په لنډه موده کې د پورونو د بېرته اخيستلو اړتياوې پوره کولی شي چې اندازه يې له نړيوالې معياري اندازې څخه لوړه ده. په عين وخت کې هغه هم پر دې ټينګار وکړ چې چين نه غواړي چې د يوانو د تبادلوي ارزښت د ټيټوالي له لارې صادرات زيات کړي او سوداګريزه جګړه پيل کړي .هغه زياته کړه چې چين به په روان کال کې د چين په بهرکې د چيني پورونو د اخيستلو لپاره بهرنيو پانګه اچوونکو ته اجازه ور کړي.

د چين صدراعظم چې داکټرۍ درجه يې تر لاسه کړې وه، وويل چې دی به په اوږد مهال کې د چين اقتصاد ته پاملرنه وکړي. په تېرو څلورو کلونو کې د چين اقتصاد پرمختيايي انډول په معقوله سويه کې ساتل شوی او په منځني او لوړ سرعت سره يې پرمختګ موندلی چې له امله يې څه باندې پنځوس مليونه تنه نوی استخدام شوي دي . هغه وويل (اواز..............) د تېرو څو کلونو له حقيقتو څخه څرګنديږي چې هغه خبرې چې وايي د چين د پيسو پړسوب انډول به عادی شي، بايد ختمې شي .د چين اقتصاد به په اوږده موده کې په منځني او لوړ سرعت سره پرمختګ وکړي او منځنۍ او لوړې کچې ته به ورسيږي.

هغه دا هم وويل چې د چين اقتصادي پرمختګ نه کول تر ټولو لويه ننګونه ده.د چين حکومت به د اقتصادي پرمختګ په بهير کې د بېړنيو ننګونو او سيمه ييزو سيستماتيکو ننګونو مخنيوی وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای