CRI Online

د چين د مرکزي نظامي کميسيون رئيس فان چانګ لونګ د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو له درستيز سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 14:56:59

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د مرکزي نظامي کميسيون رئيس فان چانګ لونګ د مارچپه ١٦ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو له درستيز قمر جاويد باجوه سره وکتل او دواړو خواوو د خپلمنځي اړيکو او سيمه ييز امنيت په شمول د ګډ علاقې وړ مسئلو په هکله بحثونه وکړل.

فان چانګ لونګ وويل،چې چين او پاکستان ستراتيژيکي همکاران دي او د دواړو هېوادونو خلک د وروڼو په شان دوستي لري. د دوو پوځونو ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو يوه مهمه برخه ده . له تېرو څو کلونو راهيسې دواړو پوځونو د انسانانو د راشې درشې، ګډو پوځي تمرينونو او روزنو او د ښوونځيو ترمنځ د تبادلې په شمول زياتو برخو کې هراړخيزې همکارۍ ترسره کړې دي. چين د اقتصادي دهليز د امنيت ساتنې په برخه کې د پاکستان د ځواکونو له کوششونو څخه مننه کوي، غواړي چې له پاکستان سره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د همکارۍ سويه نوره هم لوړه کړي.

قمر جاويد باجوه وويل، چې د پاکستان او چين ترمنځ ځانګړې دوستانه اړيکې موجودې دي او دواړه هېوادونه د برخليک ګډه ټولنه جوړوي. د پاکستان او چين ترمنځ اقتصادي دهليز د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ډېر اهميت لري او د شاوخوا هېوادونو لپاره به هم ګټور وي. پاکستان به له چين سره يوځای د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي ترڅو پروژه بريالۍ شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای