CRI Online

د پوهې د ملکيت حق نړيوال سازمان د پوهې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې د چين لاسته راوړنې وستايلې

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 15:10:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پوهې د ملکيت حق نړيوال سازمان چې مقر يې په جنيوا کې دی،د مارچ په ١٥ مه نېټه د پوهې ملکيت حق د ساتنې په برخه کې د چين لاسته راوړنې وستايلې.

د دغه سازمان عمومي مدير فرانسيس ګوري په همدې ورځ د جنيوا د ملتونو په ماڼۍ کې يوه خبري ناسته کې وويل، چې د امتيازي حقوقو د غوښتنې په برخه کې د چين لخوا د وړاندې شويو غوښتنو اندازه په يو کال کې ٤٤٪ زياته شوې ده.

د دغه سازمان شمېرنه ښيي، په ٢٠١٦ کال کې د پوهې د ملکيت حق نړيوال سازمان د امتيازي حقوقو په اړه د همکارۍ تړون په چوکاټ کې چين ٤٣ زره او سل غوښتنې وړاندې کړې. دغه راز په ٢٠١٦ کال کې د سوداګريزو نښو د ثبتولو غوښتنو شمېر هم د نړۍ څلورم ځای ونيوه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای