CRI Online

شي جين پينګ د سعودي عربستان له پاچا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-16 17:56:11

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ١٦مه نېټه په بېجينګ کې د سعودي عربستان له پاچا سليمان بن عبدالعزيز سره خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو موافقه وکړه چې په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پر له پسې پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

رئيس شي جين پينګ وويل چې له اوږدې مودې راهيسې چين له اسلامي هېوادونو سره مقتابل درناوی او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ کوي.چين غواړي د منځني ختيځ له هېوادونو سره يو ځای د يوه کمربند او يوې لارې پلان پلی کړي او د سولې او پرمختګ د رامنځته کېدو لپاره هڅه وکړي.

سليمان وويل چې سعودی عربستان د يو چين پر تګلارې ټينګار کوي او غواړي د اقتصاد او سوداګرۍ،پانګونې،ماليې او انرژۍ په برخو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا ټينګې شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای