CRI Online

جانګ ګاو لي د پاکستان د ځمکني پوځ له لوی درستيز سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-17 09:44:03

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د مارچ په ١٦مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د ځمکني پوځ له لوي درستيز کمار جاوېد بجوا سره وکتل.

جانګ ګاو لي وويل، چين او پاکستان په هر ډول حالت کې ستراتيژيک همکاران دي. په وروستيو کلونو کې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې په ګړندي توګه ټينګې شوې او خپلمنځي تفاهم او باور پياوړی شوی دی. په بېلا بېلو برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د دواړو خواوو همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو وګړيو ته ګټې رسولې بلکې د سيمه ييز ثبات او پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه ترسره کړي دي.

جاوېد بجوا وويل، له چين سره اړيکې د پاکستان د ډيپلوماتيکو تګلارو بنسټ دی، د پاکستان پوځونو تل د چين او پاکستان د اړيکو څخه ټينګ ملاتړ کړی او کوي يې. د پاکستان پوځونه د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز جوړونې ته ډېره پاملرنه کوي او په کلک ډول به د دې دهليز امنيت وساتي تر څو د دې دهليز جوړونه په عادي توګه روانه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای