CRI Online

چيني استازي غوښتنه وکړه چې بايد په سياسي توګه د ذروي وسلو د نه خپريدا په اړه د پاملرنې وړ سيمه ييزه مسئله حل شي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-17 10:33:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي د مارچ په ١٦مه نېټه په امنيت شورا کې وويل چې بايد د څو اړخيزو خبرو اترو له لارې په سياسي توګه د ذروي وسلو د نه خپريدا په اړه د پاملرنې وړ سيمه ييزه مسئله حل شي.

امنيت شورا په همدې ورځ د ذروي وسلو د نه خپرېدا د کمېټې کارونه تر سنجش لاندې ونيول. ښاغلي ليو جيی يي وويل، کلک تدبيرونه به د لانجې د سختېدو سبب وګرځي او د ذروي وسلو د خپرېدا خطر به زيات شي. اړوندې خواوې بايد د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره سياسي لاره غوره کړي. اوسنی بېړنی کار اړوندې خواوې بايد په عملي توګه د کوريا ټاپووزمې وضيعت د ارامولو لپاره سړه سينه وساتي. د ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز تړون د ډېرو ستونزو په ليرې کېدو سره لاسليک شوی، اړوندې خواوې بايد خپلمنځي سياسي اعتماد پياوړی کړي او په جدي توګه دې دغه تړون تطبيق کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای